ایا پنجاب به د افغانستان او سیمې په اړه ستراتیژي بدله کړي ؟
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

   په تازه څرګندونو کې ، افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر رستم شا مومند ویلي «  د کابل لپاره د اسلام اباد پالیسي سبب شوې چې پاکستان له سخت حالت سره مخ شي او په افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته شي. »

د رسنیو د مالوماتې له مخې رستم شا مومند ، دا خبرې د پاکستان د پوځ په مرکز کې د ستراتیژیک کنډو ( strategic depth ) په اړه د پاکستاني چارواکو له غونډې ، روسته  وکړي .

که څه هم د پاکستاني چارواکو د ( ستراتیژیک کنډو ) غونډې په اړه چې هلته په نورې څه پریکړې شوي وي کره مالومات په لاس کې نشته ، خو دا چې پاکستان به خپلې روانې پالیسۍ کې چې منځړی او ملاتیر يي له ترهګرۍ  څخه ملاتړ جوړوي څونه په شا شوی وي ، نږدې راتلونکې وخت څرګنده کړي . پنجاب ترهګرو ته داسې اړتیا لري لکه ژوندی موجود چې يي اوبو او هوا ته لري .

په تاریخي لحاظ هم پاکستان په روغ او سالم بهیر کې نه دی رامنځته شوی . د افغانستان او هندوستان له خاورې څخه د پاکستان زیږېدون هغه اچول شوي ماشوم یا بچي ( premature ) ته ورته دی چې د طبیبانو ( انګریز او لویدیځ ) د ټولو هڅو سره سره هم پخپلو پښو نه شي تلای . له ۱۹۴۷ کال راهیسې چې پاکستان جوړ شوی ، نږدې ټول عمر يي په پوځی کودتاوو ، په کوردننه په کوتک مارۍ او ډنډه ماریو تېر شوی . د ملکي حکومتونو په پير يي هم واک له پوځیانو سره پاتې شوی دی .

یو مهال ارواښاد عبدالولی خان په یوه لویه غونډه کې د پاکستان د ملکي حکومتونو په اړه ویلي وو :

اول دې دور د ډنډو وو

اوس په ډنډو کې دې جنډې وهي ټالونه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفق کیاني  په راولپنډۍ کې خبریالانو ته د اکتوبر په ۱۸ مه ویلي وو«  امریکا ته دا یادول پکار دي چې پاکستان اټومي ځواک دی، اټوم بم لري او د افغانستان او عراق سره دې نه پرتله کیږي. » اشفق کیانی د امریکا په پته دا هم ویلي چې امریکا دې د پاکستان  په وړاندې د هرګام اخیستلو مخکې لس ځلې فکر وکړي او بیا دې ګام پورته کړي .

امریکا ته د پاکستان ګواښونه ښۍ ، د پاکستان هغه موخې چې دوی يي ملي ګټې بولي د ترهګرو له شتون پرته په افغانستان او سیمه کې له زیان سره مخامخیدای شي . ترهګر اوس د پاکستان د پوځ په یوې برخې بدل شوي یا په بله ژبه د پاکستان پوځ د ترهګرو په لاس کې کیوتی دی . د پاکستان د پوځ او ترهګرو منځ کې د چین دیوال نشته ، دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي . هم د کشمیر او هم د افغانستان په برید ، د پنجاب پوځ په یوازې ځان د ترهګرو له ملاتړ پرته ، د درېدو او مقاومت ځواک نلري . افغانستان ته د ستراتیژیک کنډو په سترګه کتل هم که یوخوا منځنۍ اسیا ته د پنجاب د تېرېدو د پل او افغانستان کې د پنجاب د بې ارزښته مالونو د ښه مارکيت په تمه کیږي خو بلخوا هند سره د پنجاب د پېښېدونکې غیږي نیولو له ډاره هم کیږي .

امریکايي پوځي چارواکي وايي «  ایبټ اباد کې د مې په دوهمه نېټه د بن لادن پر پټنځای د امریکايي ځواکونو د برید له وخته د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د پولې له هغې غاړې د امریکا پر اډو لږترلږه ۱۰۲ حملې شوي . دا په داسي حال کې ده چې دا ډول حملې په ټول تېر کال کې ۱۳ ځلې شوې وې . »

ددې بریدونو تر ټولو خطرناک برید د روان کال د وږي په ۲۲ مه وشو «  شپږو تنو برید کوونکو په سه شنبې چې د سنبلې/وږي د میاشتي دوه ویشتمه وه ، تر غرمې وروسته د عبدالحق څلور لاري ته څیرمه یوې نیمه جوړې شوې ودانۍ ته ننوتل او د امریکا پر سفارت او ناټو د قومندانۍ په ګډون یې پربیلا بیلونورو سیمو و سپکې او درندې ډزي وکړې .په دې برید کې د پولیسو په ګډون شپږ تنه مړه او شاوخوا دیرش نور ټپیان شول . په ټپیانو کې د ناټو ځواکونو شپږ سرتیري او د امریکې د سفارت څلور کارکوونکي هم شامل ول. »

پنجاب ترهګرو ته له شک پرته اړتیا لري ، که دا ترهګر لکه د لړم بچی چې خپله مور خوري ، ټول پاکستان ونیسي بیا هم پنجاب له ترهګرو پرته شتون نلري . دا چې اشفق کیاني د اتوم بمب خبرې کوي ، دا بمب اوس د ترهګرو په لاس کې دی او هغه ترهګر خپله د پنجاب پوځ دی !

دې روستیو کې د پاکستان اکسپریس تریبیون ورځپاڼه لیکي :

« په خروټ اباد کې دیني مدرسې هغو طالبانو ته د اوسېدو وړیا ځای ورکوي چې افغانستان ته د جګړې لپاره ځي او یا له جګړې څخه بېرته دې سیمې ته د دمې لپاره راځي.

اکسپریس تریبیون ورځپاڼه دا سیمه د طالبانو خوندي دمه ځای بولي او وايي: د خروټ اباد مدرسې جګړې ته د طالبانو د جلب او روزنې مهم مرکزونه دي او هره مدرسه د میاشتې له شپږو تر اتو جنګیالي د افغانستان د جګړې لپاره چمتو کوي.  

نویو ګومارل شویو جنګیالیو ته نوي (۷۵ cc) موټرسایکلونه ورکول کېږي چې جهاد ته پرې لاړ شي. دوی ته د خوندي او پټو لارو نقشه ورکول کېږي. دا جنګیالي د افغانستان پولې ته نژدې د کوچلاغ له لارې قمرالدین کارېځ ته رسول کېږي چې د افغانستان د پکتیکا ولایت په پوله کې دی.

اکسپریس تریبیون زیاتوي: دوی ته ویل کېږي چې ډلې ډلې لاړ نه شي، په هر موټرسایکل یوازې دوه – دوه تنه وخوځي.هر طالب ته د موټرسایکل د تېلو لپاره پر مصرف سربېره پنځه زره روپۍ (پاکستانۍ کالدارې) جېب خرڅ هم ورکول کېږي. »

خو پوښتنه دا ده که پنجاب د ترهګرو له شتون پرته په سیمه کې ژوند نه شي کولای او ترهګر د پاکستان د ملي ګټو څرګندوی او انځورګر دي ، د سیمې هیوادونه لکه افغانستان او هند به  د پنجاب او د هغه له ترهګرو سره څه کوي ؟

افغانستان کې به جګړه او ناامني چې د کورنیو لاملونو پرته ، لوی او غټ لامل يي پنجاب او د پنجاب روزل شوي ترهګر دی ، کومه خوا ته ځي او افغانستان ته به د ژغورنګ لار څه وي ؟

اوس چې ناټو او ایساف هم افغانستان کې حضور لري ، هره ورځ يي سرتیري او افسران د پنجاب د مرمیو ښکار ګرځي ، دوی به خپلو ولسونو ته څه وايي ؟

ایا افغانستان ، هند او نړیواله ټولنه چې افغانستان کې پراخ شتون لري ، پاکستاني چارواکو او پوځيانو ته په دې تمه کښیني چې دوی څه مهال خپله ستراتېژۍ کې بدلون راولي ؟

پاکستان کې د ستراتیژۍ داسې بدلون چې هغه هیواد به خپل روزل شوي ترهګر ترخیص کړي ، د ترهګرو په مټ به د خپلو شوونیستي او ملیتاریستي موخو څخه تېر شي ، د کړکیچ او شخړې له دریځه به لاس واخلي او افغانستان او هند سره به د نیک او ښه ګاونډې پتوګه چلن غوره کړي ، د ډېرو په اند له وخته مخکې خبرې دي !

دمګړۍ پخوا له دې چې پنجاب نوی دوستان په چین ، روس ، ایران او عربي سیمه کې ولټوي

او د خپلو ملیشو او ترهګرو  لپاره د ډوډۍ ا وتنخوا نوې زیرمې پيداکړي ، لویدیځ باید پرې ټولې مرستې بندې کړي .

افغانستان له نړیوال حضور ، امنیت شورا ، اسلامي کنفرانس او په سیمه کې د نورو امکاناتو څخه  په ګټه پر پنجاب سیاسي دباو ورزیات کړي .

پاکستان کې میشت افغانانو ته چې پنجاب ترې د افغانستان پر ضد کړکېچ او جګړه کې ګټه اخلي ، افغانستان  ته د بېرته راتګ لاره اواره شي او د جنګیالیو سره يي د خبرو اترو له لارې په واک کې د ګډون خبره مخته یووړل شي .

افغانستان هم ځانته د اکمالاتو نوې لارې ولټوي او د پاکستان په لارو د پاکستان د امتیازاتو او دباو لړۍ ختمه کړي .

که افغانانو ته د پاکستان زړه ستراتیژی د سیمې د یوه خطرناک فکټور پتوکه ګڼل کیږی ، په کور دننه ددې زړې ستراتيژۍ سره تړلی د مجاهدینو دولت هم هومره زیانمن او له وخته لویدلي ښکاري . 

افغانستان کې باید د جهاد او مقاومت پر بنسټ د حکومت او واک د ویش ډرامه پایته ورسيږي ، هیواد اوسیمه کې ټولو ناخوالو ته د هیوادپالنې ، اهل کار او مسلک پر بنسټ د ملي او غښتلي دولت په رامنځته کېدو سره ، ځواب وویل شي . افغانستان کې د جهاد او مقاومت تر چتر لاندې موجود حکومت ، پاکستان کې د زړې او خونړۍ ستراتیژي سره نږدې تړاو لري .

که پنجاب کې ستراتیژیک مثبت بدلون هم راشي او افغانان په پاکستان او ایران کې د روزل شویو مجاهدینو په حکومت بسیا وکړي او ملي حکومت جوړولو ته پورې نه وځي ، د افغانانو برخه به بیا خواره وي !

اخځونه :

بېلا بېلې بریښناپاڼې

د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر ۱۲ مه

  


October 23rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات